افغانستان کریکټلیګونه

اصغر افغان د بند امېر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

شپږېزه کریکټ لیګ چې د افغانستان له کورنیو لوبو څخه یو ستر لیګ دی. او هر کال په پلازمینه کابل کې ترسره کېږي. دا لیګ له افغان کریکټ بورډ سره مرسته کوي چې شل اورېز فارمېټ او نورو فارمیټونو ته غوره او مناسب لوبغاړي پيدا کړې.

تازه د یو لړ معلوماتو پر بنسټ چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې بریالی کیپتان اصغر افغان په شپږېزه کریکټ لیګ کې د بند امېر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر ګمارل شوی دی.

د شپږيزې کریکټ لیګ اړوند بند امېر ښامارانو لوبډلې سپانسر یا ملاتړ کوونکي وفا مل احمدزي دا تائید کړې ده او ویلي یې دي ، چې اصغر افغان د بند امېر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

وفا مل احمدزي ویلي دي ، چې دا پرېکړه د راشد خان ارمان په رضایت ترسره شوې ده ، تېر کال راشد خان ارمان د یادې لوبډلې کیپټان ټاکل شوی وه. چې سږ کال اصغر افغان ټاکل شوی دی.

نوموړي لیکلې دي: ((دوستانو سره دا سوال دی ، چې د بند امېر لوبډلې لوبډلمشر به څوګ وي. دی بند امېر لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان دی. تجربې خاوند چې په لوبډلمشرۍ کې خاصه تجربه لري. او دا کار دی راشد خان ارمان په مشهوره او رضایت شوی دی.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې