افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ګربز: خوښ یم چې د کابل بازانو لوبډلې کیپتان وټاکل شوم

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتي، پیلیز او ویکېټ ساتوونکي لوبغاړي رحمان الله ګربز خوښې ښکاره کړې ده ، چې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی. ګربز به سږ کال کابل بازانو لوبډله د لومړي ځل لپاره رهبري کړې. 

شپږېزه کریکټ لیګ چې سږ کال یې اووم پړاو دی. نو کابل بازانو لوبډلې دا ځل پر ځوانو لوبغاړو باندې تمرکز کړی دی او پر دوی یې باور کړی دی. د رحمان الله ګربز دا لومړی ځل دی چې د داسې سیالیو په ځانګړې توګه د داسې لوبډلې کیپتانۍ دنده پر غاړه اخلي.

ګربز ویلي دي: ((ډیر خوشحاله یم چې په لومړي ځل د یوه کپتان په توګه به د کابل بازانو لوبډله کې ولوبیږم.)) هغه همدغه شان له خپلو هېوادوالو او مینه والو غوښتنه کړې ده چې نوموړی او لوبډله یې په دوعا کې یې وساتې. 

په ورته حال کې د کابل بازانو لوبډلې څښتن یا ملاتړ کوونکي عبدالطیف ایوبي افغان کرېکنفو وېبپاڼې ته د رحمان الله ګربز کیپتانۍ په تړاو ویلي دي ، چې هغه یو ځوان لوبغاړی دی او لوبډله به ښه رهبري کړې.

د ایوبي پر وېنا چې له ګربز سره په لوبډله کې سمیع الله شینواری او مجېب الرحمن هم شته دی چې د لوبې په جریان کې به ورسره مهمې تجربې شریکې کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې