نړیوال کریکټ

پاکستان د انګلیستان خلاف ۱۷ کسېزه لوبډله اعلان کړه

د پاکستان او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ اوس مهال د ټېسټ لوبو لړۍ روانه ده، چې له ډلې یې لومړۍ ټېسټ لوبه کوربه انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې ګټلې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټېسټ لوبه دوام لري او د دریمې ټېسټ لوبې له پایته رسېدو وروسته به د شل اورېزو لوبو لړۍ پیل شي. 

ټاکل شوې ده چې د انګلیستان او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اورېزو لوبو لړۍ پیل شي چې وړمه ورځ ورته پاکستان کریکټ بورډ هم خپله ۱۷ کسېزه لوبډله اعلان کړه. له دې وړاندې انګلیستان هم یادو درې شل اورېزو لوبو ته لوبډله اعلان کړې وه.

د شل اورېزو لوبو لړۍ څخه به لومړۍ شل اورېزه لوبه د اګسټ میاشتې په ۲۸ مه نیټه ترسره شې. چې پاکستانۍ لوبډلې شل اورېزو لوبو ته ځوان او چټک تېز توپ اچوونکی نیسم شاه هم شامل کړی دی. دغه ۱۷ کلن بالر تر دې دمه پورې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره شپږ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي. خو مګر تر دې دمه پورې یې محدود اورېز کریکټ نه دی لوبولو. 

د لوبډلې کیپتان بابر اعظم دی. پخوانی کیپتان او ويکېټ ساتوونکی سرفراز احمد هم په پاکستان کریکټ ملي لوبډله کې شامل دی.

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ۱۷ کسېزه نوملړ:

بابر اعظم (کیپتان) ، فخر زمان ، حیدر علي ، حارث روف ، افتخار احمد ، عماد وسیم ، خوشحال شاه ، محمد حفیظ ، محمد حسنېن ، محمد رضوان ، محمد عامر ، نسېم شاه ، سرفراز احمد ، شاداب خان ،  شاهېن شاه آفریدي ، شعېب ملک او وهاب ریاض شامل دي.

د انګلیستان شل اورېزو لوبو لوبډله:

این مورګان (کیپتان) ، معین علي ، جاني بیریستو ، ټام بېنټون ، سیم بلېنګز ، ټام کرن ، جو ډینلي ، لوئس ګریګوري ، کرېس اردن ، ثاقب محمود ، ډیوېډ میلان ، عادل راشد ، جیسن رای ، ډیویډ ویلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې