افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

نبي: په سي پي ایل سیالیو کې لوبېدل؛ ما او راشد سره مرسته کوي چې ای پي ایل ته مو ښه چمتو کړې

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړي او د نړۍ نمبر ون الراونډر محمد نبي عیسخېل ویلي دي ، چې په کرابېن پریمیر لیګ (سي پي ایل) کې لوبېدل له دوی سره مرسته کوي، چې په هند سوداګرېز لیګ کې ښه وځلېږي ؛ او له دوی سره به په چمتووالې کې مرسته وکړې. 

محمد نبي په وېسټ انډېز سوداګرېز لیګ کې د لوسیا زوکس او راشد خان بیا د بارباډوس ټرینیډس لوبډلې په ګټه لوبېږي ، چې دواړو لوبغاړي له نیکمرغه په یاد لیګ کې ښه ځلېږي. وړمه ورځ محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو او لوبډله یې تر بریا پورې ورسوله ، په داسې حال کې چې راشد خان بیا د سیالې لوبډلې دوه کلیدي لوبغاړي وسوځول.

خو مګر دا دواړه لوبغاړي بیا په هند سوداګرېز لیګ کې د یوې لوبډلې سنراېزر حېدراباد لپاره لوبېږي ، چې له شاو خوا درې کلونو راهیسې دواړه یو ځای په سنراېزر حېدراباد لوبډله کې لوبېږي. سږ کال به هند غوره لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. نبي په یوې مرکه کې وویل ، چې دوی د شارجه کریکټ لوبغالي له فېچ سره په بشپړه توګه بلدتیا لري.

محمد نبي په خبرو کې داسې وویل: ((افغانستان ډیری شل اوریزې لوبې په شارجه کې ترسره کړې دي ، نو دا به زما او راشد لپاره اسانه وي چې هلته ښه ولوبېږو. خو په سي پي ایل سیالیو کې لوبې کول به له مونږ سره د آی پي ایل په چمتووالې کې مرسته وکړې.))

سي پي ایل د کریکټ لومړنی نمبر لیګ دی چې له کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ وروسته پیلیږي. نبي همدغه راز زیاته کړه: ((له اوږده انتظار وروسته سیالۍ ترسره کول ، خورا ستونزمن کار دی. په هر صورت مونږ به هڅه وکړو چې ژر تر ژره تال ته لاړ شو. مونږ به په سي پي ایل کې ښیې لوبې نندارې ته وړاندې کړو.))

د یادونې وړ ده ، چې په وېسټ انډېز کورنې لیګ کې سیالۍ پرته له نندارچیانو ترسره کېږي. چې هند سوداګرېز لیګ به هم همداسې په ورته توګه باندې ترسره شي. نبي وایي ، په لوبغالي کې د مینه والو (تماشاچیانو) نشتون پر لوبغاړو باندې خورا بده اغېزه کوي.

له نبي څخه وپوښتل شول چې سي پي ایل ښه لیګ دی او که ای پي ایل. په ځواب کې نبي وویل ، چې آی پي ایل ښه لیګ دی او هغه باید له نورو لیګونو سره پرتله نه شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې