افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ایوبي: نور علي ځدران به ډېر ژر له کابل بازانو لوبډلې سره یو ځای شي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې خورا تجربه لرونکی توپ وهوونکی نور علي ځدران به ډېر ژر له کابل بازانو لوبډلې سره یو ځای شي. او د کابل بازانو په نوملړ کې به ځای پر ځای شي. 

څو ورځې وړاندې نور علي ځدران په شپږېزه کریکټ لیګ کې له لوبېدو څخه انکار کړی وه ، او ویلي یې وه چې په شپږېزه لیګ اووم پړاوو سیالیو کې نه لوبېږي. چې د نه لوبېدو دلیل یې هم دا ښودلی وه چې هر څومره ښه وځلېږم خو بیا هم افغان کریکټ بورډ سلېکشن کمیټه راته په لوبډله کې ځای نه راکوې.

خو اوس د کابل بازانو لوبډلې مشر عبدالطیف ایوبي افغان کرېکنفو وېبپاڼې ته دا تائید کړې ده ، چې نور علي ځدران به په راتلونکې شپږېزه کریکټ لیګ کې له دوی سره یو ځای شي.

شپږېزه کریکټ لیګ به په سيپټمبر میاشت کې پیل شي. چې وروستۍ یا پای لوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۳ مه نیټه باندې پایته ورسېږي. دا سیالۍ به له نندارچیانو پرته په کابل کې ترسره شي خو پر ملي سپورټ ټلوېزون باندې به په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې