دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ایلیس پیري د نیوزیلینډ خلاف اسټرالیا لوبډلې ته راستنه شوه

د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې الراونډره ایلیس پیري د نیوزیلینډ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې ته راستنه شوه. نوموړې د اسټرالیا په محدود اورېزه سیالیو کې شامله شوې ده. 

پیرې له تېر کال راهیسې په اسټرالیا ښځینه کریکټ ټیم کې نه ده لوبول شوې. او تمه کېږي چې نوموړې به د فټنس له ارزولو وروسته په لوبډله کې ولوبېږي.

د اسټرالیا او نیوزیلینډ ښځینه کریکټ لوبډلو ترمنځ به د درې شل اورېزو او یو ورځینو لوبو لړۍ پیل شي. د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې روزونکې وویل: ((مونږ د تېر کال په پرتله یو څه ستر نوملړ اعلان کړی دی. له تېرو ۱۲ میاشتو څخه تر ۲۴ میاشتو راهیسې اسټرالیا او اسټرالیا الف لوبډلې د فعالیت پر بنسټ غوره شوې دي.))

د اسټرالیا د یو ورځنۍ او شل اورېزو لوبو نوملړ:

مېګ لانېنګ (کیپتان) ، رېچل هېنس (مرستیاله لوبډلمشره) ، ماتلون براون ، اېرن برنز ، نیکولا کېري ، اېشلي ګارډنر ، الیسه هېلي ، جېس جوناسن ، ډلېسا کېمینس ، طهلېا مک ګراټ ، سوفي مولېنکس ، بېت  مونې ، ایلېس پیري ، مېګن شټ ، مولي سټرانو ، انابېل سوترلېنډ ، جورجېا ویرحام ، بېلندا واکاروا.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې