لیګونه

انډریو بېلبرني به په ویټالیټې بلاسټ سیالیو کې د ګلېمرګېن لپاره ولوبېږي

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې کیپتان انډریو بېلبرني به په انګلینډ ویټالیټې بلاسټ شل اورېزو سیالیو کې د ګلېمرګېن لپاره ولوبېږي. بېلبرني هم دا تائید کړې ده ، چې هغه به په ویټالیټې بلاسټ شل اورېزو سیالیو کې ولوبېږي.

بېلبرني دغه سیالیو ته خوښې ښکاره کړې ده ، او هیله مند دی چې ژر تر ژره په دې سیالیو کې لوبې پیل کړې. نوموړي داسې وویل: ((دا په زړه پورې سیالۍ دي ، ما دلته په کارډیف کې د پوهنتون په ورځو کې څو کاله تېر کړل. دا یو هغه ښار دی چې زه يې په اړه ښه پوهېږم. زه فقت په تمه یم چې ژر تر ژره حرکت وکړم ، او له ګلېمرګېن سره یو ځای شم.))

نوموړي همدغه راز زیاته کړه: ((دا یو ټورنامنټ دی. چې ما پکې ډېر څه ترلاسه کړې او لېدلي دي ، زه د فرصت په تمه یم چې نوي خلک وموموم ، او له مختلفو کوچونو څخه زده کړه وکړم. که څه هم دا د کریکټ لپاره مناسب وخت نه دی خو دا ډول سیالۍ ترسره کول به د خوند اخیستلو وړ وي.)) دغه ۲۹ کلن لوبغاړی ، تېر کال په ۲۰۱۹ نومبر میاشت کې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې کیپټان وټاکل شو.

ویټالیټې بلاسټ سیالۍ به د اګسټ له ۲۸ مې نیټې څخه پیل شي ، چې لومړۍ لوبه به د تېر کال اتلې لوبډلې ایسکیس اېګلز او مېډل سېکس لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې