لیګونه

نبي د سي پي ايل پنځمه لوبه کې غوره لوبغاړی شو

د وېسټ انډېز سوداګرېز لیګ پینځمې لوبې په دوام محمد نبي او راشد خان لوبډلې یو له بل سره مخ شوې، چې محمد نبي د خپلې غوره کارګردګۍ پر بنسټ لوبډله تر بریا ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. همدغه راز بل افغان لوبغاړي راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول. 

په دې لوبه کې چې د راشد خان اړوند بارباډوس ټرینیډس او محمد نبي اړوند لوسیا زوکس لوبډلې سره مخ شوې، د بارباډوس لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړه.

بارباډوس ټرینیډس لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډي وکړې. چې له ډلې یې جانسن چارلس سترې ۳۵، جیسن هولډر ۲۷ او شای هوپ ۱۹ منډي جوړې کړې. د لوسیا زوکس له لوري توپ اچونه کې سکاټ کګلېن او روسټن چېس دوه ـ دوه، محمد نبي، کيسرېک ويليمس او مارک دېال یوه ـ یوه ويکېټه واخيسته. 

تر یو وخته لوبه د باران له کبله وځنډېدله. چې بیا د اورښت له پایته رسېدو وروسته لوسیا زوکس لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه. زوکس لوبډلې ته د ډي ايل قانون پر بنسټ په ۵ اورنو کې ۴۷ منډي هدف وټاکل شو.

زوکس لوبډلې یاد هدف په ۴،۱ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ. او ډي ایل قانون پر بنسټ یې لوبه د درې لوبغاړو په زیان سره وګټله. زوکس لوبډلې لپاره انډري فلېچر ۱۶ ناسوځیدلې، محمد نبي ۱۵، راهکېم کورنوال ۱۴ او نجېب الله ځدراڼ ٥ منډې جوړې کړې. 

د ټرینیډس له لوري بیا افغان لوبغاړي راشد خان ۲۴ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل. د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي عیسخېل وټاکل شو.   

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې