افغانستان کریکټلیګونه

عبدالطیف ایوبي: رحمان الله ګربز به ښه کیپتانې ترسره کړې

په شپږېزه کریکټ لیګ کې د کابل بازانو لوبډلې سپانسر یا ملاتړ کوونکي عبدالطیف ایوبي ویلي دي، چې هغه باوري دی چې رحمان الله ګربز به ښه کیپتانې ترسره کړې او د نوموړي په کیپتانۍ کې به یې لوبډله ډیرې بریاووې ترلاسه کړې.  

د ښاغلي عبدالطیف ایوبي پر وېنا، چې شپږېزه کریکټ لیګ د افغانستان لومړی درجه لیګ دی. د ګربز کيپتانۍ تجربه چې د نولس کلنو او د خوست ولایتې لوبډلو تجربو پر بنسټ ده نو باورې یم چې شپږېزه لیګ کې به هم ښه کیپتانې ترسره کړې.

ښاغلي عبدالطیف ایوبي افغان کرېکنفو وېبپاڼې سره په خبرو کې داسې وویل: ((شپږېزه لیګ رښتیا هم چې د افغانستان لومړی درجه لیګ دی او د ګربز د کیپتانۍ تجربه د نولس کلنو او د خوست ولایتې لوبدلې تجربو سره به انشاالله چې د شپږېزه لیګ کی هم ښه کیپتانۍ ترسره کړي بل دا چې د ګربز سره ځوانه لوبدله ده، او د ځوانانو کیپتانسي دومره فرېشر نلري.)) 

نوموړي همدغه راز د سلېکشن په تړاو وویل، چې له خپل سلېکشن څخه خوشاله دی. او باوري دی چې ښه سلېکشن یې کړی دی. ښاغلی ایوبي زیاتوي، ټول باور او اعتماد مې پر ځوانانو کړی دی. ایوبي په دې تړاو افغان کرېکنفو وېبپاڼې ته داسې وویل:

((زه له خپل سلېکشن نه پوره خوشحاله یم. چې ټول اعتبار مې په ځوانانو کړی دی، او همدا ځوانان به خپله وړتیا په میدان کې ښکاره کوي. او اتلوالې به ګټې انشاءالله ځوانان تر ډېره کریکټ ته تږې وې او پوره اېفټ کوي او ټول لوبغاړي د فټنېس له اړخه قوي او غښتلي دي.))

د کابل بازانو لوبډلې نوملړ په لاندې ډول سره دی:

رحمن الله ګربز (کیپتان) ، سمیع الله شینواری ، مجېب الرحمان ، نوین الحق ، عظمت الله عمرزی ، ریاض حسن ، فرمان الله صافی ، اسحاق رحیمي ، احسان الله احسان ، عبدالله نایب ، رحیم منګل ، نجات مسعود ، رحمن الله ځدراڼ ، ضیاء الرحمن اکبر ، صدیق اتل ، یونس احمدزی ، ضیاء شریفي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې