افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ضياء شریفي: شپږيزې لیګ لپاره بشپړ چمتووالی لرم

د افغانستان کریکټ د انډر ۱۹ یا نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي ضياء شریفي باور څرګند کړی دی. چې شپږېزه کریکټ لیګ ته په بشپړه توګه چمتووالی لري. او خپلې هڅې یې جارې ساتلې دي. 

نوموړي له افغان کرېکنفو وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې راتلونکې اووم پړاو لیګ ته خورا بشپړ چمتووالی لري. او خوښ دی چې په شپږېزه لیګ کې د کابل بازانو لوبډلې له لوري پېرل شوی دی او د کابل بازانو لوبډلې په ګټه لوبېږي.

نوموړي له افغان کرېکنفو ورزشي خبر پاڼې سره په خبرو کې داسې وویل: ((هو ما خو زیاته امادګې نیولې ده ، او له کابل بازانو لوبډلې سره خورا زیات خوشاله یم. چې د دې ځوانانو سره لوبیږم ؛ ځکه چې ټول ځوانان دي.)) شریفي یو چټک فاسټ بالر دی. 

نوموړی چې په کورنیو سیالیو کې خورا ښه ځلېږي. خو له تېرو دوو دوه نیمو کلونو راهیسې یې بیا په ملي لوبډله کې ځای نه دی موندلی.

شریفي چې په فاسټ بالېنګ کې یې بې څارې او ځانګړی پرمختګ کړی دی. او لا هم خپلې هڅې جارې ساتې تر څو نور هم ښه وځلېږي او دا ثابته کې چې هغه پر خپلو وړتیاوو باندې لوبه ترسره کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې