افغانستان کریکټ

د عاطف مشعل تر لرې کېد وروسته؛ افغان کریکټ بورډ نوی بورډ اعلان کړ

د افغان کریکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د وړاندېز او د ولسمشر محمد اشرف غني د تائید پر بنسټ د افغانستان کریکټ ادارې د بورډ د څلورو پخوانیو غړو پر ځای څلور نوي غړي معرفي کړل.  

په نوموړو نوو غړو کې د ښځو چارو اوسنۍ وزیره آغلې حسینه ساپۍ په ولسي جرګه کې د کندهار استازی روح الله خانزاده، د ولسمشر د لومړي مرستیال ارشد سلاکار هارون میر او د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي شامل دی.

د افغان کریکټ بورډ پر وېنا چې دا څلور غړي یې د ښار جوړونې او اراضي پخواني وزیر ښاغلي محمد جواد پیکار، د سوداګرۍ وزارت پخوانۍ معینې آغلې کامله صدیقې، د ټرانسپورټ د پخواني وزیر ښاغلي حمید طهماسي او په باکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ښاغلي عاطف مشعل پر ځای ټاکل شوې دي. 

د بورډ پر وېنا چې دوی په بورډ کې په مجموعي ډول نهه غړي لري. چې د یادو نوو عړو پرته پکې د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزی، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلی ضیاءالحق امرخېل، د مشرانو جرګې غړې اغلې ګلالۍ نور ساپۍ، د چارو ادارې د فرهنګي چارو پخوانی مرستیال ښاغلی فریدون الهام او ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزی شامل دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې