نړیوال کریکټ

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي پر کرونا ناروغۍ کاکړ دي

د راپورنو له مخې، چې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د تمریناتې کمپ پر مهال پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوې دي. د سوېلي افریقا کریکټ بورډ هم دا منلې ده چې دوه لوبغاړي یې پر یاد ویروس باندې کاکړ دي. 

خو مګر د لوبغاړو نومونه یې نه دي اخیستې، چې کوم لوبغاړي يې پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوې دي. دا مهال د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې تمریناتې کمپ په سکوکوجه کې دوام لري، خو دا دوه لوبغاړي د قرنطین لاندې دي.

په ورته وخت کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی فاف ډوپلیسس هم د خپل نوي ماشوم زېږون له کبله په یاد تمریناتې کمپ کې برخه نه ده اخیستې. او پر ځای په کمپ کې ټونیس ډی برون شامل دی. 

سوېلي افریقا کریکټ بورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې د یادو دوه لوبغاړو به جدي څارنه کېږي او دا لوبغاړي به د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې د طبي ټیم تر څارنې لاندې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې