افغانستان کریکټ

د سولې په پار د کریکټ ټورنامنټ پیل شو

ننګرهار ولایت اړوند چکنوریو سیمه کې د سولې په نامه د کریکټ ټورنامنټ پیل شو. د ټورنامنټ د مسؤلینو پر وېنا چې له دغو سیالیو څخه یې موخه سولې ته هرکلی او د ځوانانو تشویق او سولې ته هڅول دي. 

په دې ټورنامنټ کې به ۲۵ لوبډلې شتون ولري او دا ټورنامنټ به شاو خوا یوه میاشت دوام ومومي. د یادولو وړ ده چې د دغه ټورنامنټ سیستم ناک اوټ سیستم دی. چې هر یوې لوبډلې یوه سیالۍ وبایلله نو له ټورنامنټ څخه به بهر کېږي.

یاد ټورنامنټ نن جمعه پیل شو، چې لومړۍ لوبه کې (۹۴) منډې هدف وټاکل شو. چې د سیالې لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف په ۹،۱ اورنو کې بشپړ شو. د لوبې غوره لوبغاړی خاطر افغان ونومول شو. نوموړي (۴۸) منډي جوړې کړې او لوبډلې سره یې په هدف بشپړولو کې مهم رول ولوبولو. 

د ټورنامنټ مسؤل بلال معروف خېل افغان کرېکنفو وېبپاڼې ته په خبرو کې وویل: ((د سولې تر نامه لاندې ټورنامنټ نن جمعه پیل شو، چې ور څخه مو موخه یا هدف سولې ته هرکلی او ښه راغلاست ویل دي. دا ټورنامنټ به یوه میاشت دوام وکړې. چې پکې شاو خوا ۲۵ لوبډلې شاملې دي. نن جمعه به دوه لوبې پکې ترسره شي چې یوه لوبه سهار ترسره شوه او دوهمه لوبه به ماسپښين څخه وروسته ترسره شي.))

د یادې سیمې مېشټ وګړي دغه ډول سیالیو ته خوشبین دي او پر وېنا یې، چې د دغو لوبو پر بنسټ به زمونږ ځوانان له نشه یې توکو باندې له اخته کېدو څخه وژغورل شې. د یاد ټورنامنټ پایلوبه به د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې