افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغانستان د اسټرالیا او وېسټ انډېز کریکټ لوبډلو کوربتوب ته زړه ښه کړی دی

د کریکټ مشهورې معلوماتې وېبپاڼې کرېکبز راپور ورکړی دی ، چې افغان کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکې ۲۰۲۱ م کال کې د درې اړخېزه لوبو لړۍ کوربتوب وکړې. د کرېکبز ورزشي ساېټ د راپور پر اساس چې افغان کریکټ بورډ له وېسټ انډېز او اسټرالیا کریکټ بورډ سره خبرې روانې کړې دي چې تر څو دا سیالۍ پر لار واچوې. 

تر دې دمه پورې د دغو لوبو دقیقه نېټه او ځای معلوم نه دی. خو تمه کېږي چې دا سیالۍ د افغانستان په کوربتوب په هندوستان کې ترسره شي، ځکه چې هلته د افغان کریکټ ملي لوبډلې هوم ګروانډ یا کورنی لوبغالی شته دی.

کرېکبز وېبپاڼې د افغان کریکټ بورډ سرپرست اجرایه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي له قوله لیکلې دي، چې دا به یو درې اړخېز سیرېز وې. چې پکې به د افغانستان ، اسټرالیا او وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې شاملې وې. 

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې افغان کریکټ ملي لوبډلې له زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې سره پینځه شل اوريزې لوبه درلودې، چې د کرونا ویروسي ناروغۍ له امله کنسل یا لغوه اعلان کړای شوې. له بلې خوا تمه کېږي چې افغانستان د دې کال په وروستیو کې د اسټرالیا په کوربه توب یوه یواځینۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې. خو تر دې دمه پورې اسټرالیا کریکټ بورډ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې