نړیوال کریکټ

هندي بوکسر وجېندر سېنګ د ډوني کيرېر وستایه

د ډهلي مسلکي بوکسر وجېندر سېنګ د هند کریکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبډلمشر مهیندرا سېنګ ډوني نړیوال کيرېر ستایلی دی. ډوني پر داسې مهال د وجېندر سېنګ له لوري وستایل شو چې هغه تېره اونۍ له نړیوال کریکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ. 

وجېندر سېنګ ویلي دي ، چې پخوانی هندي کیپتان یو ډېر عاجز او ګړندی شخص دی. اېم اېس ډوني تېره شنبه د هند خپلواکۍ ۷۴ م کالیزې په مناسبت له نړیوال کریکټ څخه تقاعد اعلان کړ. وجېندر ای اې اېن اېس ته داسې وویل:

((ما له هغه سره ډیری ځلی لېدلي دي ، او هغه یو قیمتي منونکی دی ، هغه یو نه ماتېدونکی شخص دی. ما تل د هغه د توپ وهنې ستاینه کړې ده. که څه هم زه د کریکټ دومره مینه وال نه یم. هغه واقعیاً د کوچنې ښار وګړو ته دا څرګنده کړه چې خپل لوی خوب په حقیقت بدل کړي. خلک له دوی سره مینه لري ، ځکه چې ده د هېواد لپاره ډېر څه کړې دي هغه د هر درناوي مستحق دی.)) 

هندي بوکسر وجېندر سېنګ په خپل کور کې تمرینات جاري ساتلي دي ، او پر وېنا یې چې هغه به د دې کال په وروستیو کې یو لړ لوبې ولري. زه باوري یم چې د دې کال تر وروستیو به یوه لوبه ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې