افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

رحمن الله ګربز د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د افغان کریکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهوونکی او ویکېټ ساتوونکی رحمان الله ګربز د راتلونکې شپږېزه کریکټ لیګ اووم پړاوو سیالیو لپاره د کابل بازانو لوبډلې لوبډلشمر نومول شوی دی. 

د کابل بازانو لوبډلې ملاتړ کوونکی یا سپانسر عبدالطیف ایوبي هم تائید کړې ده ، چې ګربز به په راتلونکې شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه ولري.

د یادونې وړ ده چې رحمان الله ګربز له شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو سربیره ، د نړۍ په نورو لیګونو کې هم لوبېدلی دی. هېره دې نه وې چې ګربز به سږ کال په وېسټ انډېز تجارتې لیګ کې هم لوبېدلی وای؛ خو د ویزې له مشکلاتو له امله نوموړی نه شي کولی چې ګډون وکړې. 

ګربز د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره کریکټ په ۲۰۱۹ م کال کې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه، چې نوموړی پکې خورا ښه وځلیده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې