افغانستان کریکټلیګونه

نن ماښام د شپږیزې لیګ ډرافټ مراسم پیلیږي

د شپږېزه کریکټ لیګ د راتلونکې پړاوو ډرافټ مراسم نن ماښام په کریکټ بورډ کې دننه پیلیږي. چې هره یوه لوبډله به پکې د خپلې خوښې وړ لوبغاړي واخلي. د افغان کریکټ بورډ پر وېنا، چې راتلونکې شپږېزه لیګ به  د سیپټمبر میاشتې له ۶ مې نیټې څخه پیل او تر ۱۶ مې نیټې پورې به دوام ومومي. 

دا لیګ به د تېر کال اتلې لوبډلې میس عینک اتلانو او بند امېر ښامارانو پر لوبې باندې پیل شي. په دغو لوبو کې د پخوا په څېر ورته شپږې لوبډلې شاملې دي. د یادولو وړ ده چې په دې شپږو لوبډلو کې پینځو لوبډلو د ملکیت اخیستو امتېاز د بیلابیلو شرکتونو له لوري ترلاسه کړی دی. خو یواځینۍ لوبډله چې تر دې دمه يې د ملکیت اخیستو په تړاو مالومات نه دې ورکړل شوي بوست ساتوونکي لوبډله ده.

د ویلو وړ ده، چې په ډرافټ کې پینځه برخې (کټګورۍ) شاملې دي، چې لومړۍ یې د اېکن لوبغاړو بيه ۵۵۰ زره افغانۍ ده، ډايمنډ لوبغاړي ۳۶۰ زره افغانۍ بيه ده، پلاټينيم لوبغاړي ۲۰۰ زره افغانۍ بيه ده، ګولډن لوبغاړي ۱۲۰ زره افغانۍ بيه لري او سلور لوبغاړي بيا ۷۵ زره افغانۍ بيه لري. 

دا مراسم به د مرکز کابل پر وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې د ملي سپورټ ټلوېزون له لارې په ژوندۍ بڼه وښودل شې. چې د شپږېزه لیګ لوبو خپرېدو حقوق هم ملي سپورټ ترلاسه کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې