نړیوال کریکټ

رابرټ کي: ارچر باید د پاکستان خلاف درېمه ټېسټ لوبه کې ولوبېږي

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني توپ وهوونکي رابراټ کي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي، چې ارچر باید د پاکستان خلاف په درېمه او وروستۍ ټېسټ لوبه کې ولوبول شي. وروستۍ ټېسټ لوبه به د اګسټ په ۲۱ مه نېټه پیل شي. 

ارچر د ارامتیا لپاره له لوبډلې کیښنول شوی دی. او پر ځای یې لوبډله کې سیم کرن ته ځای ورکړل شوی دی. نوموړي یوې ورزشي خبري رسنۍ ته وویل: ((که ماته دا فرصت راکړل شې چې پاکستان خلاف توپ اچوونکی وټاکم نو زه به ارچر وټاکم. کله چې ارچر له دویمې ټېسټ لوبې څخه کیښنول شو نو پاکستانۍ لوبډلې پرې خوښې څرګنده کړه. د سټوکس په نشتون کې ارچر د بالېنګ په برخه کې ښه بدیل دی.))

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په کوربه توب د درې ټېسټ لوبو لړۍ دا مهال ۱-۰ ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوېمه لوبه جریان لرې چې پکې باران اورښت هم خورا زیات دی. او اټکل کېږي چې لوبه د باران له امله بې پایلې شې. 

د یادونې وړ ده چې له ټېسټ لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اورېزو لوبو لړۍ پیل شي. چې وړمه ورځ ورته انګلیستانۍ لوبډلې خپله ۱۶ کسېزه لوبډله اعلان کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې