لیګونه

د سي پي ایل لیګ په دوهمه لوبه کې راشد خان اړوند لوبډلې بریا ترلاسه کړه

د وېسټ انډېز سوداګرېز لیګ د دوهمې لوبې په لړ کې د بارباډوس ټرینیډاډ لوبډلې د ۶ منډو په توپېر سره بریا ترلاسه کړه؛ چې پدې لوبه کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې سوکه لېک برېک توپ اچوونکي راشد خان هم ونډه اخیستې وه. 

دوهمه لوبه چې د بارباډوس ټرینیډاډ او سېنت کېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې د سیالۍ پچه سېنت کېټس لوبډلې وګټله او لومړۍ یې بارباډوس لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. چې بارباډوس ټرینيډاډ لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په زیان (۱۵۳) منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې (۱۵۴) منډو هدف وټاکلو.

د بارباډوس لوبډلې لپاره تر نورو لوبغاړو افغان الراونډر لوبغاړي راشد خان په وروستیو کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نوموړي په وروستیو شیبو کې د ۲۰ بالونو په مرسته (۲۶) منډي جوړې کړې. چې په هدف سترولو کې یې مرسته وکړه. د نوموړي له بېټ څخه یوه ستره شپږېزه او دوه څلوریزې وهل شوې وې. 

د سېنت کېټس لوبډلې له لوري توپ اچونه کې سُهیل تنوېر، کټرال او عمرټس هر یوه ۲-۲ ویکیټې ترلاسه کړې. همدرانګه الزاري او اېش سودي یوه-یوه ویکېټ له مخې پورته کړه.

په ځوابي توپ وهنه کې سېنت کېټس لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېد ۱۴۷ منډي جوړې کړې. او سیالۍ یې د ۶ منډو په توپېر سره وبایلله. د دوی له لوري بین ډنک (۳۴)، کریس لاین (۱۹)، دانش رامدېن (۱۳) او اېون لېوس (۱۲) منډې جوړې کړې.خو له ډلې یې ډي سیلوا سترې (۴۱) ناسوځېدلي منډي جوړې کړې. 

د بارباډوس لوبډلې له لوري افغان لوبغاړي راشدخان ۴ اورونه کې (۲۷) منډې ورکړې او ۲ کلیدي لوبغاړي یې له مخې پورته کړل. همدغه راز مېچل سنټر ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې بل افغان لوبغاړي نوین الحق هم ښه کارګردګې ترسره کړې وه. او دوه لوبغاړيیې سوځولې وه. ټاکل شوې نن هم کرابین پریمیر لیګ کې دوه لوبې ترسره شي. 

نن به لومړۍ سیالۍ د جامیکا تالاواز او سنت لوشېا زوکس لوبډلو او دوهمه سیالۍ ګېانا امازون او سېنت کېټس لوبډلو ترمنځ ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې