دلوبغاړو په اړه

د بنګله دېش ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړی افتخار حسین پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته دی

د بنګله دېش د انډر ۱۹ یا نولس کلنو کم عمره لوبډلې افسانوې لوبغاړی افتخار حسین پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ باندې اخته دی. د راپورنو پر بنسټ چې نوموړي د کووېډ ـ ۱۹ یا کرونا ناروغۍ ټيسټ ورکړ، چې پایله یې مثبته څرګنده شوه. 

د کریکټ معلوماتې وېبپاڼې کرېکنفو راپور ورکړ، چې حسین د بنګله دېش د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو له ۱۶ کسېز نوملړ څخه یواځینی لوبغاړی دی. چې د کووېډ ـ ۱۹ پایله یې مثبته ښودل کېږي. نوموړي له دې وړاندې هم ټیسټ ورکړی وه چې پایله یې منفې ښودل شوی وه.

خو کله یې چې د دوهم ځل لپاره ازموینه ورکړه، نو پایله یې مثبته وښودل شوه. او له روان تمریناتې کمپ څخه کيښنول شو. حسین اوس مهال په یاد روزنېز ځای کې په خپله خونه کې قرنطین شوی دی.  

د بنګله دېش کریکټ بورډ پرمختیایي څانګې مدېر قیصر کرېکنفو وېبپاڼې ته داسې وویل: ((مونږ یوه مثبته قضیه لرو. او د هغه نوم افتخار حسین دی. هغه به اوس د بنګله دېش کریکټ بورډ د لارښوونو پر اساس قرنطین وي. د نوموړي روغتیا ښه ده خو حالت یې څارل کېږي. د هغه په اړه به پرېکړه د بنګله دېش کریکټ لوبډلې طبي پرسونل له لوي وشي.))

له حسین څخه پرته به د بنګله دېش د نولس کلنو کریکټ لوبډلې نور لوبغاړي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یوه بله ازموینه هم ورکړې. چې تر څو په ډاګه کړې چې نور لوبغاړي خو یې پر کرونا ناروغۍ اخته نه دي. 

یو شمېر بنګله دېشي لوبغاړو لکه مصطفی الرحمن، تمیم اقبال او شکیب الحسن خپل تمرینات د بنګله دېش په شیر بنګله نیشنل یا ملي لوبغالي کې پیل کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې