نړیوال کریکټ

انګلیستان پاکستان خلاف شل اورېزو لوبو ته پیاوړي لوبډله اعلان کړه

پاکستان او انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې به د ټېسټ لوبو لړۍ وروسته د شل اورېزو لوبو لړۍ پیل کړې چې دغو لوبو لړۍ ته انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې خپله پیاوړې لوبډله اعلان کړه. د درې شل اورېزو لوبو لړۍ به په روانه اګسټ میاشت کې پیل شي. 

ټاکل شوې ده چې لومړۍ شل اورېزه لوبه به د اګسټ پر ۲۸ مه نیټه پیل شي. انګلیستان د دغو درې شل اورېزو لوبو لړۍ لپاره خپله ۱۶ کسېزه لوبډله اعلان کړه. د یادونې وړ ده چې کرېس اردن او ډوېډ میلان هم په لوبډله کې اخیستل شوې دي. دا داوړه لوبغاړي د ایرلنډ خلاف د ټپ له امله نه وه لوبېدلی.

د انګلیستان شل اورېزو لوبو لوبډله: 

این مورګان (کیپتان) ، معین علي ، جاني بیریستو ، ټام بېنټون ، سیم بلېنګز ، ټام کرن ، جو ډینلي ، لوئس ګریګوري ، کرېس اردن ، ثاقب محمود ، ډیوېډ میلان ، عادل راشد ، جیسن رای ، ډیویډ ویلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې