دلوبغاړو په اړهلیګونه

ډیلې کپټلز د ووکس پر ځای نورټجي ته په لوبډله کې ځای ورکړ

د هندوستان غوره لیګ به په راتلونکې سيپټمبر میاشت کې پیل شي. چې ډیلې کپټلز لوبډلې د انګلیستاني الراونډر یا ټول چارې لوبغاړي کرېس ووکس پر ځای لوبډله کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي اینرېک نورټجي ته ځای ورکړی دی. 

سږ کال به هند سوداګرېز لیګ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې ټولو لوبغاړو او لوبډلو ورته د چمتووالې خبر ورکړی دی. ډیلې کپټلز لوبډلې تر دې دمه پورې دا دلیل نه دی په ډاګه کړی چې ولې یې نورټجي د ووکس بدیل ټاکلی دی.

دا به د انيرېک نورټجي لومړنی پړاو وې چې هند غوره لیګ کې د ډیلې کپټلز لوبډلې لپاره لوبېږي، تېر کال نوموړی د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره لوبېدلی وه. چې وروسته بیا د اوږې ټپ له امله له لوبو څخه کیښنول شو. 

په ډیلې کپټلز لوبډله کې د یو ځای کېدو پر تړاو انیرېک نورټجي داسې وویل: ((زه په ډیلې کپټلز لوبډله کې د یو ځای کېدو له امله خوښ یم. پدې کې هېڅ شک نشته چې دا سیالۍ به زما لپاره پراخې تجربې وې.))

د یادونې وړ ده، چې دغه ۲۹ کلن لوبغاړي تېر کال د هند پر وړاندې ټېسټ لوبه پیل کړه. د ډیلې کپټلز لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

شرییاس اییر (کیپټان) ، اجنکېا رهاني ، امیت مېشرا ، اوېش خان ، اکشېر پتیېل ، ​​هرشیل پټېل ​​، اېشانت شرما ، کاګېسو رباډا ، چیمو پاول ، پرتوی شا ، روېچندران اشوین ، رېشاب پانت ، سنډېپ لمسی ، شېکر دهوان ، جېسن رای ، اینرېک نورټجي  ، الېکس کیري ، شمرون هیټېمیر ، موهېت شرما ، توشر دیشپاندي ، مارکوس سټونیس او للت یادو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې