دلوبغاړو په اړهلیګونه

سږ کال براوو چانس لري، چې سي پي ایل کې دغه ۳ ستر ریکارډونه جوړ کړي

د کارابین پریمیر لیګ لومړۍ لوبه به نن د اګسټ پر ۱۸ مه نیټه پیل شي، چې په لومړۍ لوبه کې به ټرینباګو ناېټ راېډرز له ګیانا امازون وارېرز لوبډلې سره مخ شي. سږ کال به ډوین براوو د ټرینباګو ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره ولوبېږي چې دلته مونږ په ننۍ مقاله کې هغه درې ستر ریکارډونه را اخیستې دي، چې ښایې سږ کال یې په روان سي پي ایل لیګ کې ډوین براوو جوړ کړي. 

۱- ډوین براوو چې د نړۍ په ګڼ شمېر مشهورو سوداګرېزو لیګونو کې لوبیدلی دی ، تر دې دمه یې په مجموعي توګه ۴۹۷ ویکیټې اخیستې دي. که براوو په روانو سي پي ایل سیالیو کې ۳ نورې ویکيټې واخلي نو هغه به لومړنی بالر شي چې په لیګونو کې ۵۰۰ بشپړې کړي.

۲- براوو په سي پي ایل کې تر دې دمه پورې ۶۹ لوبې ترسره کړې دي ، چې په یادو ۶۹ سیالیو کې یې ۹۷ لوبغاړي له مخې پورته کړې دي. هغه به په سي پي ایل سیالیو کې تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی شي چې ۱۰۰ ویکیټې په وېسټ انډېز غوره لیګ کې ترلاسه کړي. نوموړی یواځې ۳ ویکیټو اخیستو ته اړتیا لري.  

۳- براوو له بالېنګ سربیره ، په توپ وهنه کې هم ښه کارګردګې ترسره کوي، چې پر همدې بنسټ نوموړی چانس لري چې د ټرینباګو ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره ۱۰۰۰ منډي جوړې کړې. له براوو وړاندې کولېن منرو د یادې لوبډلې لپاره ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې