دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګوتم ګمبیر: زه یقین لرم چې د ډوني دا ریکارډ به څوګ مات نه کړي

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د پخواني کیپتان او ویکېټ ساتوونکي د اېم اېس ډوني تقاعد په اړه غبرګون وښود. او پر وینا یې چې دا به خورا ستونزمنه وې چې کوم بل لوبډلمشر د ډوني په څېر کارنامې وکړې.  ګوتم ګمبیر له سټار سپورټس تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د ډوني د دغو ریکارډونو ماتول ستونزمن دي. هغه وایي، د آی سي سي درې جامونه ګټل به د کوم بل لوبډلمشر لپاره ستونزمن وي.د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د پخواني کیپتان او ویکېټ ساتوونکي د اېم اېس ډوني تقاعد په اړه غبرګون وښود. او پر وینا یې چې دا به خورا ستونزمنه وې چې کوم بل لوبډلمشر د ډوني په څېر کارنامې وکړې. 

ګوتم ګمبیر له سټار سپورټس تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د ډوني د دغو ریکارډونو ماتول ستونزمن دي. هغه وایي، د آی سي سي درې جامونه ګټل به د کوم بل لوبډلمشر لپاره ستونزمن وي.

ګمبیر زیاته کړه، که دا ریکارډونه مات هم شي خو په اسانۍ به مات نه شي. زه فکر کوم چې مشکله به وې چې دا ریکارډونه مات شي زه شرط ورکوم چې دا ریکارډونه به مات نه شي. 

ګمبیر وایي، فکر نه کوم چې هندۍ لوبډله د ډوني په څېر ارامه او افسانوې لوبغاړی او ویکېټ ساتوونکی ومومي. نو له همدې امله زه باور لرم چې ډوني به په هندۍ لوبډله کې یواځینی کیپتان وي چې د آی سي سي درې جامونه یې د هند لپاره ګټلي دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې