دلوبغاړو په اړه

شعیب ملک د شل اورېزو لوبو لړۍ لپاره انګلیستان ته ورسېد

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې وتلی الراونډر شعیب ملک د شل اورېزو لوبو لړۍ لپاره انګلیستان هېواد ته ورسېد. نوموړی به هلته له پاکستانۍ لوبډلې سره یو ځای شي. 

او هلته به په راتلوونکو درې شل اورېزو لوبو کې د انګلیستان پر وړاندې ولوبېږي. د شل اورېزو لوبو لړۍ به د اګسټ میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه پیل شي. د یادونې وړ ده، چې د نوموړي دوه ټیسټونه به د کووېډ ـ ۱۹ واخیستل شي که چیرې یې ټیسټ پایلې منفې وښودل شوې.

نو وروسته له هغې به په لوبډله کې پاکستانۍ لوبډلې سره یو ځای شي. دا مهال پاکستان او انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پر ټېسټ لوبو باندې بوختې دي. چې له ډلې یې یوه انګلیستانۍ لوبډلې ګټلې ده او دوهمه ټېسټ لوبه دوام لري. 

دا ټولې لوبې د انګلیستان په کوربتوب باندې ترسره کېږي، چې تر دې دمه پورې انګلیستان د وېسټ انډېز، ایرلنډ او پاکستان کریکټ ملي لوبډلو کوربتوب کړی دی. په داسې حال کې چې اوس هم د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ خپرېدو خطر شته دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې