دلوبغاړو په اړه

رېنا: ما او ډوني چې تقاعد اعلان کړ، وروسته مو یو بل غېږ کې ونیول او ومو ژړل

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې دوه مشهورو او افسانوې لوبغاړو ډوني او رېنا له نړیوال کریکټ څخه تقاعد اعلان کړ. دواړو پر داسې مهال تقاعد اعلان کړ چې هندیانو د هېواد د ازادۍ ۷۳ مه کاليزه لمانځله چې دغو خبرونو یې د هېواد خپلواکۍ د لمانځلو خوښۍ لږې بې خوندې کړې. 

تازه سرېش رېنا په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کړې ده، چې نوموړی له وړاندې پدې پوهېده چې ډوني به چینای ته له رسېدو سره سم له نړیوال کریکټ سره خپله مخښه اعلان کړي. رېنا ویلي دي، چې دوی د تقاعد پرېکړه له وړاندې څخه پلان کړې وه، رېنا زیاته وکړه چې د خپلواکۍ د ورځې څخه ورته بله کومه غوره ورځ نه وه چې له نړیوال کریکټ تقاعد اخیستی وای. نوموړي په خبرو کې داسې وویل:

((مونږ له دمخه د شنبې په ورځ پلان جوړ کړی وه، چې له نړیوال کریکټ څخه مخښه واخلو. د ډوني د شرټ یا کمېس شماره ۷ ده او زما ۳ ده. چې له دې څخه ۷۳ جوړېږي. او د اګسټ په ۱۵ مه هند د خپلواکۍ ۷۳ مه کالیزه ولمانځله. چې دا یې تر ټولو غوره ورځ وه. ډوني خپل د کریکټ کیرېر ۲۰۰۴ م کال کې په دسمبر میاشت کې د بنګله دېش پر وړاندې چنګاټ یعنې اوسنې “چټګرام” کې پیل کړ. پداسې حال کې ما په ۲۰۰۵ م کال کې د سریلانکا خلاف کریکټ پیل کړ. او له همدې امله مونږ اوس په ګډه تقاعد اعلان کړ. او په ګډه به آی پي ایل کې لوبو ته دوام ورکړو. رېنا دا هم زیاتوي، کله یې چې کریکټ سره مخښه وکړه نو ډوني او ما یو بل ته غېږه ورکړه او ومو ژړل.))

ډوني او رېنا به په هند سوداګرېز لیګ کې د خپلې لوبډلې (چینای سوپر کېنګز) لپاره سیالیو ته دوام ورکړي او ډوني به د یو څو کلونو لپاره د چینای لوبډلې استازیتوب وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې