ولایتي سیالۍ

میدان وردګو لوبډلې کندهار او فاریاب لوبډلې ننګرهار ته ماتې ورکړه

نن د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتې سیالیو په لړ کې ننګرهار لوبډله له فاریاب لوبډلې او کندهار لوبډله له میدان وردګو لوبډلې سره مخ شوه. چې په پایله کې میدان وردګ او فارب لوبډلو بریاووې ترلاسه کړې. 

د کندهار لوبډلې له لوري ميدان وردګو لوبډلې ته ۱۹۴ منډي هدف وټاکل شو. چې په ځواب کې میدان وردګو لوبډلې ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

چې د میدان وردګ لوبډله لخوا توپ وهنه کې میرویس ځاځي ۵۳ او صدیق اتل تر نورو زیاتې ۴۱ سترې منډي جوړې کړې. او د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوبولو. د کندهار لوبډلې لپاره بیا توپ وهنه کې نصیب الله شېردلي زیاتې ۴۴ منډي جوړې کړې وې. 

په بله سیالۍ کې بیا فارب لوبډلې د ۶ منډو په توپېر سره ننګرهار لوبډلې ته ماته ورکړه. د فاریاب لوبډلې له لوري توپ وهنه کې مراد مرادي ۵۸ او اعجاز ۵۳ منډي وکړې. چې پر بنسټ یې ننګرهار لوبډلې ته ستر ۲۲۹ منډو هدف وټاکلو.

په توپ وهنه کې بیا عبدالله عادل پنځه کلیدي لوبغاړي وسوځول. ننګرهار لوبډلې ته بیا بهیر محبوب ۸۴ او تمیم سرخودي ۵۸ منډي وکړې. خو لوبډله یې په ټاکلې هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله. 

د فاریاب لوبډلې لپاره بیا توپ اچونه کې سلیم ساپی ښه وځلید. نوموړي د ننګرهار لوبډلې پر وړاندې ۶ مهم لوبغاړي وسځول. چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې