دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مایکل وان: دا لوبغاړی به راتلونکې کې د پاکستان لوبډلې ټېسټ کریکټ کیپتان شي

د پاکستان او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ د کرونا ناروغۍ په مېنځ کې د ټېسټ او شل اورېزو لوبو لړۍ پر لاره اچول شوې ده. چې له ډلې یې دا مهال د ټېسټ لوبو لړۍ دوام لري او روانه ده، لومړۍ ټېسټ لوبه د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پر بریا پایته ورسېده. او دوهمه ټېسټ لوبه دوام لري.

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پخواني کیپتان مایکل وان ادعا کړې ده، چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاداب خان د دې وړتیا لري چې په راتلونکې کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ټېسټ کیپتان وټاکل شې.

د یادونې وړ ده کله چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له کوربه انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې څخه ماتې وخوړه نو وروسته له هغې پر پاکستانۍ لوبډلې او په ځانګړې توګه کیپتان اظهر علي بانذې توندې نیوکې وشوې. د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانې تېز بالر وسیم اکرام ویلي دي، که چیرې اظهر علي په خپلۍ لوبډلمشرۍ کې بریالی ثابت نه شي نو پاکستان کریکټ بورډ باید د یو ښه بدیل په لټه کې شې.

مایکل وان له کرېکبز ورزشي سایټ سره خبرو کې وویل: ((شاداب خان یو ښه کریکټر دی. زما په نظر شاداب خان کولی شې چې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې کیپتان شي. هغه وړتیا لري چې منډي جوړې کړې، ویکیټې ترلاسه کړې او ترڅنګ یې غوره ډګر ساتنه وکړې. زه ادعا کوم چې شاداب خان له فواد عالم څخه زیاتې منډې جوړولی شې هغه د خپلې لیګ برېک توپ اچونې پر بنسټ یو یا دوه لوبغاړي هم له مخې پورته کولی شې.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې