ولایتي سیالۍ

هلمند لوبډلې لومړۍ بریا ثبت کړه

د چلنج کمپ لومړۍ درجه ولایتې سیالیو په لړ کې نن (په دریمه ورځ) په الف ګروپ کې کابل لوبدلې د هلمند لوبډلې پر وړاند د سیالیو ډګر ته ښکته شوه، چې په پایله کې د کابل کریکټ لوبډلې د شپږو ویکیټو په توپېر سره له هلمند کریکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه. 

د لوبې په پیل کې کابل لوبډلې د سیالۍ پچه وګتله، او خپله یې لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه. چې په پایله کې کابل لوبډلې د ۳۱ اورنو په شاو خوا کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۴ منډي جوړې کړې. د کابل لوبډلې لپاره درویش رسولي ښه وځلید نوموړي ۴۱ منډي، اصف موسی زي او عمران جنت ۲۷ـ۲۷ منډي جوړې کړې.

ورپسې هلمند لوبډلې خپله پاڼۍ پيل کړه چې د مخالفې لوبډلې ټاکل شوی هدف یې په ۲۷،۲ اورنو کې بشپړ کړ. چې له ډلې یې قدرت الله ۴۴ سترې منډې وکړې.

چې د کابل لوبډلې له لوري توپ اچونه کې شفیق الله غفاري ۲، عبدالرحمن او محمد انعام ۱-۱ ویکیټه واخیسته.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې