لیګونهنړیوال کریکټ

راېل چلېنجرز لوبډله بنګلور ته ورسېده

د هند سوداګرېز لیګ ۱۳ م پړاوو لپاره په بشپړه توګه له څو ورځو راهیسې چمتووالی پیل شوی دی. چې پدې لړ کې د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې خبر ورکړی دی، چې د دوی په لوبډله کې شامل ټول لوبغاړي د جمعې په ورځ بنګلور ته ورسېدل او هلته په یو ځانګړي هوټل کې د ۷ ورځو لپاره قرنطین شول.

له ډېګن هېرالډ سره په خبرو کې د ار سي بي (راېل چلېنجرز لوبډلې) مشر سنجیو چوریولا وویل، چې د لوبډلې ټول لوبغاړي یې بنګلور ته رسيدلې دي او هلته په یو ځانګړې هوټل کې قرنطین دي.

نوموړی زیاتوي، چې لوبغاړي به یې د بي سي سي ای له لوري د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې ټولې لارښوونې په پام کې ونیسې. دا لوبغاړي وروسته له هغې سره هوټل کې یو ځای شول چې د کرونا ټيسټ پایلې یې منفې ښودل شوې دې.

د چوریولا پر وینا چې لوبغاړي به یې له پرله پسې څو ټيسټونو وروسته د متحده عربي اماراتو پر لوري حرکت وکړي، د ار سي بي لوبډلې لوبغاړي به له هغې وروسته متحده عربي اماراتو ته په یوه ځانګړې الوتکه کې سفر وکړي چې لومړی بنګلور کې د خپل بند موده پایته ورسوې.

همدغه راز د ار سي بي لوبډلې مشر وویل، چې د بهرنیو لوبغاړو د ټيسټ پایلې به ورسره ډېر ژر په متحده عربي اماراتو کې شریکې شې.

د یادونې وړ ده چې ار سي بي لوبډلې تر دې دمه پورې د ای پي ایل لیګ اتلولۍ جام نه دی ګټلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې