ولایتي سیالۍ

خوست لوبډلې دوېمه بریا ثبت کړه

د چلنج کپ لومړی درجه ولایتې سیالیو په لړ کې نن شپږمه لوبه کې خوست لوبډله د بلخ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. چې په پایله کې خوست لوبډلې بلخ لوبډله د شپږو ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه او په یادو روانو لومړۍ درجه ولایتې لوبو کې یې په پرله پسې توګه دوېمه بریا په خپل نوم ثبت کړه. 

د لوبې پچه خوست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې بلخ لوبډلې په ۳۷٫۳ اورونو کې د ټولو ویکیټو د لاسه ورکولو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې. او مخالفې لوبډلې ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه  

د بلخ لوبډلې لپاره عبدالرازق ۴۵ سترې او اسدالله متین ۲۷ منډې وکړې. همدغه راز د خوست توپ اچوونکو له ډلې ضیا الرحمن ۵، حسیب الله ۳ او نوراحمد ۲ ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنه کې خوست کریکټ لوبډلې د توپ وهنې پاڼۍ پیل کړله او د مخالفې لوبډلې هدف یې د څلورو ویکټو په زیان سره په ۳۰٫۳ اورونو کې ترلاسه کړ چې له منځه یې رحیم منګل ډېرې ۳۸، محمدالله ۲۸، رحمن الله او شاهدالله ۱۸ـ ۱۸ منډې وکړې او خپله لوبډله یې د بریا تر کچې ورسوله. 

د بلخ لوبډلې دتوپ اچوونکو له منځه اسدالله متین ۲، کامل او عبدالحلیم یوه ـ یوه ویکټ واخیسته. د یادونې وړ ده چې د لوبې غوره لوبغاړی ضیا الرحمن شریفي ونومول شو نوموړي د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې ۵ ویکیټې واخیستې.

همدغه شان سبا به له (ب) ګروپ څخه ننګرهار د فاریاب پر وړاندې او کندهار د میدان وردګو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې