لیګونه

کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره ښه خبر

څو ورځې وړاندې د هند کریکټ ملي لوبډلې افسانوې کریکټر او توپ وهوونکي کرون ناېر د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ ټیسټ ورکړی وه چې پایله یې بیا مثبته څرګنده شوه، چې وروسته داسې انګېرل کېدله چې ګواګې ناېر به سږ کال د آی پي ایل لیګ ۱۳ م پړاوو له لاسه ورکړې. 

په هر حال نوموړي چې کله دوېمه ازموینه د اګسټ پر اتمه نیټه ورکړه نو له نیکمرغه چې پایله یې منفې وختله. او یو ځل بیا یې د مینه والو هیلې پیدا کړې چې نوموړی د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره سږ کال ولوبېږي.

یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې نوموړی به ډېر ژر له کېنګز الېون پنجاب لوبډلې سره یو ځای شي. او له یادې لوبډلې سره به یو ځای متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. 

کرون ناېر له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې برخوال دی. چې پدې موده کې هغه ۱۳ سیالۍ لوبولې دي. او په مجموعي توګه یې ۳۰۶ منډي جوړې کړې دي.

د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې مدیریت څانګې بیا ویلي دي چې کرون ناېر به متحده عربي اماراتو ته له تلو وړاندې د لوبغاړو خوندیتوب لپاره ۳ نور ټيسټونه هم ورکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې