دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ډوني د کرونا ټيسټ پایله منفې وموندل شوه، او نن به له چینای لوبډلې سره کمپ کې یو ځای شي

د هندوستان پخوانی لوبډلمشر او د چینای سوپر کېنګز لوبډلې اوسنی کیپتان ایم ایس ډوني له کرونا ژغورل شوی دی. او د ټيسټ پایله یې منفې موندل شوې ده. شاید نن نوموړی له چینای سوپر کېنګز تمریناتې کمپ سره یو ځای شي.

چینای لوبډله به خپل اوږدمهاله کمپ ډېر ژر په متحده عربي اماراتو کې پر لار واچوي. د هند سوداګرېز لیګ درلسم پړاوو به سږ کال په متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر له ۱۹ مې نیټې څخه تر نومبر ۱۰ مې نیټې پورې دوام ومومي.

ډوني د کووېډ – ۱۹ په مینځ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای وه، په ځانګړې توګه له خپلې لور جیوا سره. د ډوني انځورونه او لور سره یې لوبې ډیری وخت د هندي رسنیو سر ټکي وه.

بي سي سي ای وایي چې د آی پي ایل لوبډلې اړوند لوبغاړي به متحده عربي اماراتو ته له تلو څخه وړاندې د کووېډ ـ ازموینه ورکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې