نړیوال کریکټ

اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې انګلیستان ته سفر تائید کړ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې انګلیستان هېواد ته د درې شل اورېزو او ورته یو ورځینو سیالیو لپاره خپل سفر تائید کړ. او دا یې ومنله چې اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله به له انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې سره راتلونکې سیپټمبر میاشت کې لوبو لړۍ پیل وکړې. 

یادې سیالۍ نن جمعه د اګسټ میاشتې په ۱۴ مه نیټه د انګلینډ او وېلز کریکټ بورډ تائید کړې. د یادونې وړ ده چې د شل اورېزو لوبو لړۍ به د سیپټمبر میاشتې پر ۴ مه نیټه پیل شې.

همدغه راز دوېمه شل اورېزه لوبه به د سیپټمبر میاشتې پر ۶ مه او درېمه شل اورېزه لوبه به بیا د سیپټمبر میاشتې پر ۸ مه نیټه ترسره کړې. دا ټولې لوبې به د انګلیستان په کوربتوب په ساوت امپیټون او اېز باول کې ترسره شې.

پداسې حال کې چې د درې یو ورځینو لوبو لړۍ به بیا د انګلیستان په مانچسټر او اولډ ټرېفورډ کې ترسره شې. د یو ورځینو لوبو لومړۍ سیالۍ به د سیپټمبر په ۱۱ مه نیټه، دوېمه یو ورځنۍ لوبه به د سيپټمبر ۱۳ مه درېمه او وروستۍ لوبه به بیا د سيپټمبر پر ۱۵ مه نیټه ترسره شې.

د انګلینډ کریکټ بورډ اجرایوي رئیس وویل: ((مونږ د اسټرالیا کریکټ بورډ، لوبغاړو، کارمندانو او مدیرانو پوروړی یوو، چې دوی د سفر لپاره موافقه کړې ده.))

همدغه راز په پای کې د اسټرالیا مشر روزونکي جسټین لانګر وویل، چې پدې وخت کې سیالۍ ترسره کول خورا اړین دي او مونږ باید د دې لپاره هره قربانې ورکړو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې