نړیوال کریکټ

اسټرالیا د انګلیستان خلاف لوبډله اعلان کړه

نن جمعه د انګلیستان او وېلز کریکټ بورډ دا تائید کړه چې دوی له اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سره راتلونکې سیپټمبر میاشت کې سیرېز لري.

د انګلیستان او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوريزې لوبې ترسره شې چې لومړی به د شل اورېزو لوبو لړۍ ترسره شې. د شل اورېزو لوبو لړۍ به له سيپټمبر ۶ مې نیټې څخه پیل شې.

د یادونې وړ ده چې دا لوبې به د انګلیستان کریکټ بورډ په کوربتوب ترسره شې. هېره دې نه وې چې دغو سیالیو ته له وړاندې د اسټرالیا کریکټ بورډ خپله ۲۱ کسېزه نوملړ دواړو سیرېزونو ته اعلان کړی دی.

د انګلیستان ۲۱ کسېزه نوملړ په لاندې ډول سره ښودل شوی دی:

آرون فنچ (کیپتان) ، شان ایبټ ، اشټون اګر ، الیکس کیري ، پیټ کمیسن (ویکټ کیپر) ، جوش هزلی ووډ ، مارن لابسچګین ، ناتن لیون ، مچل مارش ، ګلېن میکسویل ، ریلي میرډیت ، جوش فیلیپ ، ډینیل سمس ، کین ریچارډسن ، سټیوین سمیټ ، مچل سټارک ، مارکوس سټینیس ، انډریو ټای ، میتیو ویډ ، ډیویډ وارنر ، اډم زمپا.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې