نړیوال کریکټ

لورا مارش له کریکټ څخه مخښه کوي

د انګلینډ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې اف سپېن باولرې لورا مارش له کریکټ څخه د تقاعد اخیستو خبر ورکړی دی. مارش له انګلینډ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې سره په ډېرو سیالیو کې مرسته کړې ده په ځانګړي توګه نړیوال جامونو کې چې ستر لقبونه یې ورته ګټلې دي. 

هغې ویلي دي، چې پلان لري د کریکټ له هر ډول فارمېټ سره مخښه وکړي. تېر کال د دسمبر په میاشت کې د هغې کیریر پایته رسېدو خو وروسته د کووېډ – ۱۹ ناروغې راغله او د هغې پلان یې ګډوډ کړ.

نوموړې دا مهال ۳۳ کلنه ده. او تمه کېږي چې مارش به په ۲۰۲۱ م کال کې له کریکټ سره مخښه وکړې. مارش پر خپل رسمي ټوېټر اکاونټ باندې داسې لیکلې دي: 

((ما پرېکړه کړې ده چې د کریکټ له ټولو ډولونو څخه تقاعد اعلان کړم. خو سږ کال د هونډ سیالۍ لغوه شوې او زه احساس کوم چې باید تم پاتې شم. زه غواړم له ټولو هغو لوبډلو او کلبونو څخه چې زه یې د کلونو راهیسې نمایندګې کړې یم؛ مننه کوم.)) مارش په ۲۰۰۶ م کال کې کریکټ پیل کړ.

او په ۲۰۰۹ م کال کې یې د انګلینډ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې لپاره شل اورېز نړیوال جام اتلولې وګټله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې