افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

له خوست وروسته کابل هم بریا خپله کړه

د چلنج کپ په لړمړیو درجه ولایتې سیالیو په لړ کې نن دوه لومړنۍ سیالۍ ترسره شوې. چې لومړنۍ لوبه کې خوست لوبډلې هلمند لړبډلې ته په ستر توپېر ماته ورکړه، همدغه راز کابل کریکټ لوبډلې بیا بلخ کریکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. 

د کابل او بلخ کریکټ لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه د مس عینک په خصوصي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې په پایله کې کابل لوبډلې خپله سیاله لوبډله د پینځو ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.

د لوبې په پیل کې د بلخ لوبډلې پچه وګټله چې لومړی یې د کابل پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د توپوهونکو له منځه یې ظفر بلخ د همدې لوبډلې د لوبغاړلو له ډلې ۲۹ ډېرې منډې وکړې، خو نور لوبغاړي یې ونه ځلېدل چې په پایله کې یې کابل ته په ۲۴،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان د ۱۰۶ منډو هدف وټاکلو. 

د کابل توپ اچوونکو له لوري شفیق الله غفاري او عبدالرحمن هر یوه ۳-۳ او فرمان الله او محمد انعام الله د سیالې لوبډلې دوه-دوه ویکټې واخیستې. ورپسې کابل لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د سیالې لوبډلې هدف یې د پنځو ویکټو په زیان سره په ۲۳،۲ اور کې بشپړ کړ.

د کابل لوبډلې د توپوهونکو له ډلې لوبډلمشر نثار وحدت ۵۷ ډېرې او یونس احمدزي ۲۳ منډې جوړې کړې. او سیالې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه. د بلخ لوبډلې له لوري سوکه توپ اچونکي عبدالله مزاري دوه او حسن او اسدالله متاني یوازې یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو کابل لوبډلې د پینځو ویکیټو په توپېر یاده لوبه وګټله. 

هېره دې نه وې چې سبا جمعه (ب) ګروپ کې ننګرهار د میدان وردګ او کندهار د فاریاب پر وړاندې سیالۍ ډګر ته ښکته شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې