دلوبغاړو په اړه

د بېن سټوکس پر ځای لوبډله کې روبېنس ځای پر ځای شو

په دوېمه ټېسټ لوبه د انګلیستاني الراونډر بېن سټوکس پر ځای لوبډله کې روبېنس ځای پر ځای شو. او په اعلان شوې ۱۴ کسېزه نوملړ کې یې نوم شامل شوی دی.

سټوکس د یو لړ شخصي عواملو له کبله د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې نه لوبېږي، نوموړی به لندن ته ولاړ شي او هلته به د استراحت په موخه له خپلې کورنۍ سره د یو څه وخت لپاره پاتې شې. 

ویل کېږي په لندن کې یې پلار په یو روغتون کې بستر دی. او روغتیایي حالت یې له تېرو څو میاشتو راهیسې ښه نه دی. سټوکس به له تر ناملعوم وخت پورې له کورنۍ سره یو ځای وي.

د انګلینډ کریکټ اعلان شوي لوبډله په لاندې ډول سره ده:

جو روټ (کیپتان) ، جېمز انډرسن ، جوفرا آرچر ، ډومېنک بېس ، سټوارټ براډ ، روري برنز ، جوس بټلر ، جک کرولي ، سېم کرین ، اولي پوپ ، اولي رابېنسن ، ډوم سېبي ، کرېس ووکس او مارک ووډ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې