افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

خوست کریکټ کلب په چلېنج کپ سیالیو کې لومړۍ بریا ثبت کړه

د افغان کریکټ بورډ له لوري چې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د چلېنج کپ سیالۍ په خوست ولایت کې دوه کریکټ لوبغالو کې پر لاره اچول شوې دي. نن یې رسماً د افغانستان کریکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري پرانیسته شوه.  

او په لومړۍ سیالۍ کې خوست لوبډلې په اسانۍ سره هلمند لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لوبې په پیل کې د لوبې پچه د خوست لوبډلې کیپتان شاهد مندوزي وګټله، او په خپله خوښه یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هلمند لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ ونشوه کولی چې د خوست لوبډلې د بالرانو پر وړاندې ښه مقاومت وکړي، او ټوله لوبډله یې په ۵۷ منډو وسوځېدله. چې خوست لوبډلې ته یې د ۵۸ منډو کوچنی هدف وټاکلو. 

د خوست کریکټ لوبډلې له لوري توپ اچونه کې باختر اتل څلور، نور احمد لکڼوال او ضياءالرحمن شريفي دوه-دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

په ځوابي توپ وهنه کې خوست کریکټ لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانه توګه ترلاسه کړ. او د یوه لوبغاړي په زیان یې اتم اور کې د ۵۸ منډو هدف بشپړ کړ.

د خوست کریکټ لوبډلې له لوري توپ وهنه کې دا دوه لوبغاړي ښه وځلیدل، خوست لوبډلې له لوري نوید عبید (۲۴) او همدغه راز رحیم منګل (۲۵) ناسوځيدلې منډې جوړې کړې.

د سیالیو له پیلیدو وړاندې جار عبدالرحیمزي په خپلو خبرو کې وویل، چې دا یې پنځم ځل دی چې داسې ورته سیالۍ ترسره کوي. د رحیمزي په وینا چې دا لوبې به شاو خوا ۹ ورځې دوام ومومي. او پایلوبه به یې په مرکز کابل کې ترسره شي.

د جار پر وینا چې پایلوبې ته به دوه غوره او مخکښې لوبډلې لار پیدا کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې