افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

۵ کمپنیو د شپږيزې لیګ ملکیت امتېاز ترلاسه کړل

د افغانستان کورنې کریکټ (شپږیزې لیګ) اووم پړاوو سیالیو لپاره پینځنو کمپنیو د یاد لیګ ملکیت امتېاز ترلاسه کړل. افغان کریکټ بورډ خبر ورکړ، چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې (ACTU) د سپین غر پړانګان لوبډلې، ایوبي سپورټس کمپلکس (ASC)د کابل بازان لوبډلې، نوید احمدزي د اسعارو تبادلې شرکت (NAME)د امو نهنګان لوبډلې، د ډیلي فرېش کمپنۍ د بند امیر لوبډلې او حضرت سوداګریز شرکت (HCL)د مس عینک لوبډلې د ملکیت امتیاز ترلاسه کړ. 

د افغان کریکټ بورډ سرپرست اجراییه مشر نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري یادو پینځو کمپنیو ته د پینځو اړوندو لوبډلو د ملکیت حقوق ورکړل شوه. دا غونډه د کریکټ بورډ په اداره کې پلان شوې وه چې د شپږیزې کرکټ لیګ د پینځو لوبډلو د ملکيت د امتياز لرونکو ترمنځ چې د ډبرو سکرو د سوداګرو ټولنې په استازیتوب شمس الرحمن شمس، د ایوبي سپورټس کمپلکس په استازیتوب عبدالطیف ایوبي، حاجي زلمي ځدراڼ د حضرت سوداګریز شرکت، وحید افغان د ډېلي فرېش کمپنۍ او نوید احمدزي د اسعارو تبادلې په استازیتوب ګډون کړی وو او قرارداد لاسلیک کړ.

د ښاغلي جار عبدالرحیمزي پر وینا، شپږیزه کریکټ لیګ د کورني کریکټ په ډګر کې تر ټولو ستر لیګ دی چې له همدې لارې افغانستان کریکټ بورډ پیاوړي او ځوان استعدادونه پیدا کړې دي او هیله لري چې په راتلونکې کې به هم ترې ډېر ځوان لوبغاړي ترلاسه کړي.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه: ((د ټولو کمپنیو له مالکینو د زړه له تله مننه کوم چې راغلل او د لوبډلو د ملکیت امتیاز په ترلاسه کولو کې یې پانګونه وکړه. ډاډمن یم چې دوی به زموږ له هر ډول همکارۍ او مرستې برخمن وي او دوی ټولو ته به ممکنه اسانتیاوې برابرو.))

عمدالرحیمزي همدغه راز زیاته کړه: نوموړي دغه راز وویل: ((دا چې سږ کال د کورونا له امله بازار ډېر زیانمن شوی او د کمپنیو د مالکینو بیا-بیا غوښتنه وه نو افغانستان کرکټ بورډ ښه وبلله چې د لوبډلو مالکینو ته یوازې سږ کال د لوبډلو فیسونه وبخښي، ترڅو دغه کار د دوی لپاره زموږ له لوري یو ډول ډالۍ واوسي او لا ډېر وهڅول شي.)) 

هېره دې نه وې چې چې د شپږیزې کریکټ لیګ د شپږو لوبډلو له منځه د پینځو لوبډلو د ملکیت امتیاز قرارداد لاسلیک شو چې له ډلې یې یوازې د بوسټ زون لوبډلې امتیاز تر اوسه کومې کمپنۍ یا شرکت نه دی اخیستی.

دا لوبې به په سپټمبر میاشت کې ترسره او ټول هېوادوال به یې په ژوندۍ بڼه د ملي سپورټ ټلویزیون له لارې وګوري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې