دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شکیب الحسن به له یو کلن ځنډ وروسته د سریلانکا خلاف نړیوال کریکټ ته راستون شي

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن چې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري مجرم پېژندل شوی وه، نو له امله یې شکیب الحسن د یو کال لپاره له نړیوالو لوبو څخه منع کړای شو. 

چې اوس یې نوره د بند موده پر ختمې دو ده او شاید ژر تر ژره تمرینات هم پیل کړي. د کریکټ معلوماتې وېبپاڼې ې اېس پېن کرېکنفو راپور ورکړی دی چې شکیب الحسن به له یو کلن ځنډ وروسته خپله نړیواله لوبه د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې.

د شکیب الحسن بندېز موده به د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه پایته ورسېږي، او له هغې وروسته نوموړی اجازه لري چې د کریکټ نړیوالې لوبې ولوبوې. 

ټاکل شوې چې د بنګله دېش او سریلانکا کریکټ لوبډلو ترمنځ دوه اړخېزه لوبلړۍ ترسره شي، چې تمه کېږي شکیب الحسن هم پکې ولوبېږي. تر دې دمه پورې د یادو سیالیو کره نیټه نه ده په ډاګه شوې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې