نړیوال کریکټ

زوی د پلار له لوري جریمه شو

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر سټوارټ براډ د پاکستان پر وړاندې له سیالیو وروسته د خپل پلار کرېس براډ له لوري د لوبې ۱۵ سلنه جریمه شو. 

د سټوارټ براډ پلار کرېس براډ چې د پاکستان او انګلیستان ترمنځ یې د لومړۍ ټېسټ لوبې په جریان کې د میچ ریفري دنده پرمخ وړله، خپل زوی سټوارټ براډ یې له دې کبله جریمه کړ چې هغه د پاکستاني یاسر شاه د ګوښه کېدو وروسته هغه ته نا مناسب الفاظ وکارول.

یاده پيښه کله رامینځته شوه؟

پیښه هغه مهال رامینځته شوه، چې د پاکستان او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبې دوام موند او پاکستانۍ لوبډلې توپ وهنه کوله؛ کله چې یاسر شاه د لوبې په دویمې پاڼۍ کې توپ وهنه ترسره کوله او د ۴۶ م اور لپاره سټوارټ براډ انتخاب شو او توپ اچونه يې پیل کړه او پاکستانی لوبغاړی یاسر شاه یې ګوښه کړ نو له ګوښه کېدو وروسته یې هغه ته نا مناسب الفاظ وکارول چې له امله یې جریمه شو.

د نوموړي دا کړنه د ای سي سي یا د کریکټ نړیوالې شورا د قوانین پر خلاف وه. د یادونې وړ ده چې براډ له دې وړاندې دوه ځلې نور هم له دې کبله جریمه شوې وه چې هغه د ای سي سي قوانین خلاف کار ترسره کړی وه.

سټوارټ براډ په ۲۴ میاشتو کې دا دریم ځل دی چې جریمه کېږي، هغه د جنورۍ په ۲۷ مه نیټه په وانډیرس کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د څلورمې ټېسټ لوبې پر مهال د کریکټ نړیوالې کمیټې خلاف له امله جریمه شوی وه همدغه راز په دویم ځل د اګسټ په ۱۹ مه نیټه د هند پر وړاندې جریمه شو او دریم ځل د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې اګسټ میاشت کې جریمه شو.

د انګلیستان او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په ګټه پایته ورسېده، او دویمه ټېسټ لوبه به د اګسټ میاشتې په ۱۳ مه نیټه پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې