لیګونه

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره بد خبر

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې چې وړمه ورځ یې په هند کې د لنډمهاله تمریناتې کمپ خبر ورکړ، او یادونه یې وکړه چې پدې کمپ کې به ورسره یواځې هغه لوبغاړي برخه واخلي کوم چې په هند کې میشت دي.

په ورته وخت کې له دې تمریناتې کمپ وروسته به د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ګډون د ای پي ایل نورې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي چې هلته به بیا اوږدمهاله کمپ ولري او د هرې لوبډلې لوبغاړي به پکې ګډون وکړي.

د وروستیو راپورنو له مخې چې سږ کال د چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلیدي لوبغاړي لکه فاف ډوپلیسس او لونګي اینګډي د ځینو ستونزو له امله ښایې له چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره د تمریناتې کمپ په لومړیو ورځو کې برخه وانخلي او وروسته ښایې ورسره یو ځای شې.

ویل کېږي چې افریقایي لوبغاړی ډوپلیسس د کورنیو ستونزو له امله نشي کولی چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره تمریناتې کمپ کې له پیله برخه واخلي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې