لیګونه

په ۲۰۲۱ م کال کې د آی پي ایل بولې نه ترسره کېږي

د بي سي سي ای له لوري هر کال د آی پي ایل بولې ترسره کېږي ، چې له مخې یې د نړۍ پیاوړي لوبغاړي هند سوداګرېز لیګ ته پېرل کېږي. خو تازه هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې په ۲۰۲۱ م کال کې به د هند غوره لیګ بولې نه ترسره کېږي. 

ټاېمز اوف انډیا راپور له مخې چې د آی پي ایل بولې ځکه په ۲۰۲۱ م کال کې نه ترسره کېږي، چې دوی د وخت له کمښت سره مخ دي او وخت نلرې چې تر څو بولې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې کوم لوبغاړي له خپلو لوبډلو سره مل دي دوی په ۲۰۲۱ م کال کې هم له خپلې لوبډلې سره همداسې مل پاتې وې. او له بلې لوبډلې سره به یو ځای نه شې او نه به یې بله لوبډله پېرلی شې. 

یواځې لوبغاړي به په هغه صورت کې له لوبډلې سره ونه لوبېږي چې دوی ټپې وې او یا هم کورنۍ ستونزې ولرې.  د هند سوداګرېز لیګ بولې هر کال تقریباً شاو خوا څلور یا شپږ میاشتې وخت نیسې.

د یادونې وړ ده چې سږ کال به هند غوره لیګ په سیپټمبر میاشت کې پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې