دلوبغاړو په اړه

سنګوان: وېرات کوهلي کې هېڅ بدلون ندی راغلی او د پخوا په څېر له جذبې ډکه لوبه کوي

د هند کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر سنګوان ویلي دي، چې په وېرات کوهلي کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او اوس هم د پخوا په څېر له جذبې ډکه لوبه ترسره کوي. سنګوان دا خبرې د یوې مرکې په ترڅ کې وکړې. 

سنګوان چې د هند د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو اتل لوبغاړی دی. ویې ویل، د وېرات کوهلي بل ورور هم د کریکټ خورا شوقي دی او ډیری وخت خپل تمرینات ترسره کوي.

د رنچي ټرافي لومړې فصل په تړاو نوموړي وویل چې غواړي دې سیالیو کې ښه او غوره کارګردګې وکړې. او خپل ځان څرګند کړي. 

کوهلي یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې ډیری وخت په لوبغالي کې له لوبڅار، لوبغاړي او نورو وګړو سره پر بد اخلاقۍ تورن کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې