افغانستان کریکټ

د کریکټ بورډ له لوري په یو شمېر شخصي اکاډمیو باندې جواز پاڼې وویشل شوې

افغان کریکټ بورډ چې څه مودې وړاندې یې د شخصي کریکټ اکاډمیو مالکینو ته خبر ورکړی وو، چې د خپلو اکاډمیو د فعالیت په موخه له کریکټ بورډ څخه د رسمي جواز پاڼې ترلاسه کړي. 

چې یادې پروسې نن دوام وموند او یو شمېر شخصي کریکټ اکاډمیو باندې جواز پاڼې وویشل شوې، د کریکټ بورډ پر وینا دغه پاڼې نن رسما د افغانستان کریکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري وویشل شوې.

جار پدې پروسې خوښې څرګنده کړه، او له یو شمېر نورو کریکټ اکاډمیو یې هم وغوښتل چې خپل ځانونه له کریکټ بورډ ادارې سره ثبت کړي. کریکټ بورډ د جار عبدالرحیمزي له قوله داسې لیکلې دي: ((خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکتور د غوښتنو پر بنسټ، شخصي اکاډمیو ته د فعالیت جواز ورکوم.))

د عبدالرحیمزي پر خبره چې یادې کریکټ اکاډمۍ به د افغانستان کریکټ بورډ د اصولو او پالیسیو مطابق خپل فعالیتونو ترسره کوي.

په ورته وخت کې افغان کریکټ بورډ ویلي دي، کومې اکاډمۍ چې له دوی سره ثبت دي، نو هغوی به د کریکټ بورډ له لوري د هر ډول پروګرامونو څخه برخمنې وي او هغه اکاډمۍ چې له دوی سره ثبت نه دي، نو له یادو حقوقو څخه به بې برخې وي او همدغه راز به یې فعالیتونه د کریکټ بورډ له لوري غیر قانوني وي. 

هېره دې نه وې چې د کریکټ بورډ له لوري په جوړو شوو مراسمو کې پر دریو شخصي اکاډمیو ایوبي، زرملوال او ویکټوري مالکینو باندې جوازونه وویشل شول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې