نړیوال کریکټ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی وېکټ کېپره لورنا بیل مړه شوه

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانۍ وېکټ ساتوونکې او توپ وهوونکې لورنا بیل د ۹۶ کالو په عمر سره مړه شوه. نوموړې د ۱۹۴۸ ـ ۱۹۵۱ پورې اوه ټېسټ لوبې ترسره کړې.  

په ورته وخت کې د نوموړې پر مړینې باندې د اسټرالیا کریکټ بورډ لنډمهاله سي او نیک هاکلي خواشینې ښودلې ده، او د نوموړې له کورنۍ سره یې په دې ستر غم کې ځان شریک بولې.

هاکلي د نوموړې کړې خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه چې د نوموړې په څېر ورته لوبغاړې به بیا ونه مومي. هغه وایي لورنا د راتلونکې نسل لپاره یو مثال دی. 

نوموړې په ۱۹۲۳ م کال کې د میلبون په هارون نومي سیمه کې زېږیدلی وه. لورنا د ۱۲ کالو په عمر سره کریکت پیل کړ او د ویکټوریا او اسټرالیا کریکټ لوبډلې لپاره یې سترې اتلولۍ او ویاړونه راوړل.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې