نړیوال کریکټ

بي سي سي ای په اماراتو کې د آی پي ایل ترسره کولو لپاره له هند حکومت څخه لیکلې تصویبونه واخیستل

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ په جریان کې د هند کریکټ کنټرول اداره چمتو ده، چې په متحده عربي اماراتو هېواد کې د آی پي ایل لیګ ۱۳ م پړاوو ترسره کړي. دا لیګ سږ کال د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له هند څخه بهر ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې دا لیګ د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه د اتو لوبډلو په ګډون پیل شي او د نومبر میاشتې تر ۱۰ مې نیټې پورې به دوام وکړي. دا لیګ به د متحده عربي اماراتو په درې ښارونو شارجه ، ابوظبي او دوبۍ کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د هند حکومت په بشپړه توګه بي سي سي ای ته اجازه ورکړه تر څو دا لیګ په متحده عربي اماراتو کې د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې لارښوونو ته په تعقیب سره پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې د ای پي ایل اړوندې لوبډلې به د اګسټ میاشتې له ۲۰ مې نیټې وروسته متحده عربي امارتو ته سفرونه پیل کړي او هلته به د آی پي ایل راتلوونکې پړاوو لپاره چمتووالی ونیسې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې