دلوبغاړو په اړه

شان مسعود او ووکس د آی سي سي په وروستۍ درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ وهوونکی او د انګلیستانۍ کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ووکس د کریکټ نړیوالې شورا په وروستۍ اعلان شوي درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی دی. 

شان مسعود او کرېس ووګس د انګلیستان او پاکستان ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې تکمیلیدو وروسته په ټېسټ درجه بندۍ کې مخکې تګ وکړ.

مسعود چې د انګلیستان پر وړاندې یې لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لومړې اننګز کې ۱۵۶ منډي وکړې نو د توپ وهوونکو په درجه بندۍ کې یې ۱۴ م نمبر مقام خپل کړ. دا د نوموړي غوره درجه بندي ده او د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې دوهم توپ وهوونکی دی چې په ټېسټ کریکټ کې یې دا مقام خپل کړی دی له مسعود څخه بابر اعظم مخکې دی هغه په ټېسټ فارمیټ کې ۶ مقام لري.

ووکس چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نو د ټېسټ لوبې په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې ۱۸ مقام څخه یې ۷۸ مقام ته ځان ورسوه. ووکس او د لوبډلې مل لوبغاړي جوس بلټر دواړو په ګډه د پاکستان پر وړاندې ۱۳۹ منډو ملګرتیا وکړه.

همدغه راز ووکس د الراونډرانو په لیست کې بیا اووم نمبر کې قرار لري، او بلټر بیا له ۴۴ م مقام څخه ۳۰ م نمبر ته مخکې تګ کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې