ولایتي سیالۍ

د چلېنج کپ ولایتې لوبو مهالوېش په ډاګه شو

د افغان کریکټ بورډ له لوري د چلېنج کپ لومړۍ درجه ولایتې لوبو مهالوېش نن څرګند شو. چې په لومړۍ لوبه کې به د هلمند لوبډله له خوست لوبډلې سره او په دوېمه لوبه کې به د کابل لوبډله له بلخ لوبډلې سره مخامخ شې.

د کریکټ بورډ له لوري په خپره شوې《خبرپاڼه》کې راغلي دي ، چې دا لوبې به د روانې اګسټ میاشتې له دیارلسمې نیټې څخه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نیټې پورې به د خوست په کوربتوب په دوو کریکټ لوبغالو کې ترسره شې.

په دې سیالیو کې اته لوبډلې قرار لري چې په الف ګروپ کې خوست ، کابل ، بلخ او هلمند لوبډلې شاملې دي. همدغه راز په ب ګروپ کې ننګرهار ، میدان وردګ ، کندهار ، او فریاب لوبډلې شاملې دي.

له دواړو ټاکل شویو ګروپونو څخه به دوه مخکښې لوبډلې سیمې فاېنل ته لار ومومي. باید یاده شې چې د ټولو لوبډلو ترمنځ به ټولې ۱۲ سیالۍ ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې